اي زما محبوبي که پسرلي راشي زه به يي په پښو کي گلان وکرم

اي زما محبوبي که پسرلي راشي زه به دگلانوو ږ مي سره سم په بڼ کي دونو څانگي نوي ژ وند ته راوبولم

که پسرلي راشي زه به بوراگانو سره يو ځاي په چمن کي وحشي گلانو په مينځ کي وناڅم

که پسرلي راشي زه به تور بلبل نه هيله وکړم چه د گلانو د ميني سندري ووايي

که پسرلي راشي زه به د تنکي ځواني پيغلي د هغي گډاننداره وکړم چه دوي به يي دپسرلي راتگ په زيري وکړي

که پسرلي راشي زه به د باران څاڅکي سره سم شينکي چمنونه ووينځم

که پسرلي راشي زه به د ښاپيرو د بڼ ملياران راوبولم چه زما د هيواد پراخو رغو کي د غاټول گلونه وکري

که پسرلي راشي زه به د خيبر د لر او بر څخه را نيولي ترسيستانه پوري او د بدخشان د پامير نه را نيولي تر ذوالفقاره پوري بلبلان را و پاروم چه زما د هيواد د ښکلا سندري سر کري

که پسرلي راشي زه به خپل هيواد والو ته دميني او سولي ست وکړم

که پسرلي راشي زه به ږلي سره يو ځاي د خپل وطن دشتونو څخه د هغي ويني رنگ ومينځم چه جگړه ماران او جنگ سالاران يي تويولي دي

که پسرلي راشي زه به کونړ نه رانيولي تر اباسينه پوري افغانان ميني ته راوبولم

او چه پسرلي راشي زه به آريايي دود په څير سپيڅلي پيغلي راوهڅوم چه د نورستان د غرونو په سر کي دسوما بوټي راغوڼډ کړي او د سوما شيره راو باسي او شاتو سره يي گډ کړي

زه به هله د سوما پاک شراب د پاکو وطنپالو ځوانانو سره د هيواد د ميني په سلامت و څکم

او د لوي او ښکلي افغانستان د سپيڅلي خلک په وياړ وطني سندري ووايم

اي زما محبوبي زه به بيا د ستاد نرگسي سترگو او د لالو شونډو د ميني ترانه ووايم

اي زما محبوبي پريده چه ستا د ښايست ستاينه د بلبل په مشوکه او د بورا په وزرو کي د پسرلي چمن دگلانو دپاسه په ډاگه وکړم

او د غرني مستي ويالي مستانه سندري سره په غرونو او راغو کي يي سر کړم

اواي زما محبوبي کله چه پسرلي راشي تا ته به دغاټولو هغه اميل جوړ کړم چه پريښتي ورباني حسد وخوري

خداي زده چه بل پسرلي بِه وي او که به نه وي