شولی ما نه مرور وایه په څه ځوروی می سر په سر وایه په څه

کوم گناه او کوم خطا ده رانه شوی چه می نه اخلی خبر وایه په څه

زه د تا په سر له سره قسم نخوړم ته می شوی قاتل د سر وایه په څه

که می لاره کی ناڅاپه مخامخ شی پټوی رانه بشر وایه په څه

ستا په مینه کی می خپل او پردی پریښود ته شړی می له خپل در وایه په څه

که هر څو می ورټی پری به دی نږدم شوی له مانه لاس په سر وایه په څه

چه کمی می له رقیبه ځنی واوری شی په تا باندی اختر وایه په څه

د بنو په غشی تل کړی گذارونه غوڅوی زما ځیگر وایه په څه

د قاضی انگولا خپل پردی خپه کړ په تا نه کوی اثر وایه په څه