د وطن د بڼ له پاره مالیاران غواړمه خدایه بیا چوپړ ته ئی چمتو ښه شاه زلمیان غواړمه خدایه

دی پلرونو راته ایښی اوس ئی پڼه پر مونږ ښائی ستا له لوری د خپل ځانته دغه توان غواړمه خدایه

چه پلرو راته گټلی آزادی ده په سرو وینو دا به ساتو تر آخره ټینگ ایمان غواړمه خدایه

آزادی بله ډیوه ده خدای دی بی ډیوی څوک نه کا د آزاد پښتنو خونه زه روښان غواړمه خدایه

مونږ آزاد یو پیدا شوی او آزاده ژوندون غواړو څو ژوندی یو په دنیا کی ستا احسان غواړمه خدایه

که څوک بد ورته کاته کا سر ئی پری کړی له بدنه ننگیالی توریالی ورونه پدی شان غواړمه خدایه

چه یرغل کړی پر مغلو د خوشحال په څیر خالقه او غلیم تری په لړزو شی هغه ځوان غواړمه خدایه

د پښتون په دغه بڼ کی زه قاضی له تا خاونده سره او سپین او زیړ هر رنگه تل گلان غواړمه خدایه