زما که یون دی نن می ستا له کوڅی یون دی بیا دی کړی یرغل ما باندی بیلتون دی
د بیلتون ظالم له لاسه به خلاص نشم دی سور کړی خپل په ما باندی لړمون دی
خیال می دا و چه لاړ نشم ستا له دره خو دربار دی دا اعلان کړی پرون دی
په دی پوه یم چه رقیب زما له خوا نه تا ته کړی شکایت ډیر په مضمون دی
خیر دی یاره که می وشړی له ځانه یارانه کی کله جنگ کله سمون دی
د قاضی زړگی دی وړی په منگلو ای نا ترسی تا پری کړی څه شبخون دی