د دانا مجلس ته پورته شه غوږ زنگ کړه له نادانو نه ای وروره ځان په څنگ کړه
که راحت خپل د دنیا او عقبا غواړی په تحصیل د علم وږه ځان ملنگ کړه
چه تحصیل د علم فرض په مسلمان شو په دی لاره ځانته څرمه نام او ننگ کړه
که تر چینه پوری وی ورپسی درومه له ناپوهی سره واوره مدام جنگ کړه
که څوک تا منعه کوی له دغه لاری قاضی وائی هغه کس په وینو رنگ کړه