پښتونه ویښ شه محبوبا راغله د آزادی ښکلی لیلا راغله

مسته دی مسته مسته گرزی مدام چه دا د مستی په وینا راغله

مجنون په فکر کی ولاړ وه ورته چه قافله پری د لیلا راغله

فرهاد ئی وکړه فریادونه پسی شیرینه ځکه په خندا راغله

د آدم خان د رباب شرنگ سره سم درخانی مسته په مسکا راغله

نن افریدی دی که مهمند شینواری وائی نن ورځ د ابتلا راغله

د آزادی ناوی زلمو ته وائی ستاسو وحدت ته می سلا راغله

هله چمتو شی پښتنو زلمیانو ما ته له هره خوا بلا راغله

د دی بلا نه می زر وژغوری زر له دغه حاله می ژړا راغله

پښتنه پیغله هم د حق غوښتو ته ټوپک په لاس توره تر ملا راغله

پښتنه پیغله نه تمیزی کله د شا زلمو په ملگرتیا راغله

غلیمه واوره ورته ټینگ به نشی د جنگ ډگر ته په نڅا راغله

قاضی ولاړ ورته دعا کوی تل له هره خوا پری مرحبا راغله