جانان می لاړو مسافر شو ناسته ولاړه به د چا سره کوینه

د مسافر آشنا نه جار شم که زه وریاد شم خوار به څه گذران لرینه

زه په کاله ته مسافر ئی دا د اختر کالی به څوک درته گنډینه

که مسافر جانان می راغی سپینه خولگی به میلمستیا ورته وروړمه

د زنی په حقله

زما د زنی خال دی وران کړه جانانه ما در سره څه بد کړی وونه

بار خو می سره زنه می سپینه په ډیره مینه دی پر مخ ولاړه یمه

د زنی سر به در پخوله کړم که د پیزوان راته د سرو راوړی وینه

زنه به غونډه در پخوله کړم د عشق رنځوره چه دی تنده ماته شینه

د زنی سر می درنه ځار شه چه د غلیم په سنگر تل کړی غوږ زنگونه

زنه می څه دی ټول درځار شم تا د همزولو په ټولگی سر لوړی کړمه