خدایه بیا می د زړه اور په شراره شه چه یی نیت د سفر لور ته دوباره شه

موړ یی نه ومه په وصل بیلتون راغی ځکه جوړ می په زړگی کی تراره شه

څه به وایم پر ما څه تیریږی خلکه بی له یاره زما سخته گذاره شه

چه یی واغوستل څپلی سفر دپاره جوړ می زړه کی د غمونو غمباره شه

خدای زده کله به په بیرته دی راستون شی یار له مانه په سفر لاړ اواره شه

رود د اوښکو می پر مخ باندی بهیږی د سرو وینو می جوړ زړه کی فواره شه

د یار وصل به په صبر سره مومی قاضی څله دی گریوان پاره پاره شه