ای زما د سترگو توره د احمد زویه پښتونه وشوه څه زر راته وایه لکه مچ مروړی لاسونه
ته هغه غښتلی ځوان وی چه به تل خوشحال ستایلی څه در وشوه راته وایه چه دی مړاوی دی بریتونه
ته لمسی د میرویس خان وی ولی پروت ئی په ایرو کی وایه چا دی درته ایښی په زړگی سوی داغونه
ته نامتو لوی پهلوان وی چه له ډاره به میدان ته څوک درتلای نشوه له سره تا به کړل پری غوږ زنگونه
وایه څه شوی په تا دی چه په لاره سم تلای نشی له هر خوا درباندی کیږی رنگا رنگه یرغلونه
ته به دا نادودی وایه چه تر کومه پوری زغمی د بابا توره تر ملا کړه لاس ته راوړه خپل حقونه
قاضی بیا درته شروع کړی رنگارنگ د غم سندری د رباب غوږونه تاو کړه چه خوند واخلی زلمی نجونه