د الف په شانی ونه چه زما ده ستا په غم کی نون تری جوړه نن سبا ده
بیلتانه دی هسی سوک راکړه په ملا کی چه له درده می تر حشره کږه ملا ده
جوړ مغزو کی انقلاب راته پیدا شه ستا له عشقه می همیش سر په سودا ده
نه می خوب نه می ارام شته په وجود کی تل دی مدح کی زما ژبه گویا ده
سر تر پایه چه زه ډکه له وفا یم خود به مرمه چه د ستا له خوا جفا ده
ای ناترسی څله کړی پر ما نادودی تا ته ویره مناسبه د عقبی ده
که قاضی دی په غمزو خپل شهید نکړ درولی دا جنډه وایه پری چا ده