د بیوزلو لاس نیوی کړه څو دی توان دی په شته منو دا فرمان د پاک سبحان دی
لاس نیوی د بیوزلانو کوه وروره چه خالق درسره کړی لوی احسان دی
په درم او په قدم او په قلم خپل مرسته دوی سره لازم په مسلمان دی
که کپړه وی یا خوړه ورته په مخ کی کیږده وروره چه د پاک الله فرمان دی
که راحت غواړی زما پښتونه وروره زحمت وگاله تر کومه چه دی توان دی
د زحمت پسی مدام راحت لیده شی ما لیدلی دا آیت ښه د قرآن دی
کوم په نوم د نصیحت چه در لیکمه زه مامور یمه پدی دا می ایمان دی
څوک چه ځان سپاری مولا ته دغه بس دی له قرآنه قاضی کړی دا بیان دی