دا چه گرزی کناره غم به می مل کړی ما غریب باندی به اور د سری بل کړی

د جهان ښکلی به ټول درته حیران شی په خمارو سترگو پوری چه کجل کړی

ما دی مخ ته په هوس کتلی ندی بیگناه ولی گمان په ما د غل کړی

بیگناه چه می شړی له خپله دره د رقیب په استهزاو به می دل کړی

په مسکی خندا دی ووتم له سده که وصال دی را په برخه ته یو ځل کړی

د قاضی د زړه ارمان به هله ووځی که په خپل لاس ور په خوله ترخه حنځل کړی