هغه چار کړه چه ئی ښه درته معلوم شی مکړه هاغه کوم چه بد ترینه مفهوم شی
په ژوندون که د څوک نه پوښتی خو خیر دی پس له مرگه به له تا پاتی ښه نوم شی
څو دی لاس رسی بیوزلو ته لاس ورکړه خدای دنه کا څوک له خیره ستا محروم شی
که په غم درد د خوارانو غمجن نشوی وایه ستا په درد به کوم سړی مغموم شی
څو چه توان لری له بدو نه ځان ژغوره گوندی وی چه بد عمل درته مذموم شی
په ژوندون د توښه قبر ته ورلیږه پس له مرگه به دی مال گوره مقسوم شی
که نیکی لری یوه یو به دی سل وی قاضی ښه به دی تل بدو کی معدوم شی