که د ځان هوسایی غواړی د کمال زیور پیدا کړه معرفت سره آشنا شه د عرفان جوهر پیدا کړه

شام مدام لوړی ژوری د کمال له پسی غواړه د نسیم په دودی ځوانه په چمن گذر پیدا کړه

بی هنره به څوک څه کا که قارون په شانی موړ وی ته موسی د زمانی شه د غنا گوهر پیدا کړه

بی هنره که شوی پاتی تل به رغړی په ایرو کی که پرواز غواړی کیهان ته د هما وزر پیدا کړه

نن چه گورم هری خوا ته بحر و بر خلکو تسخیر کړل دا د علم برکت دی ته هم دا هنر پیدا کړه

علم ښه دی د زړه سره خدای دی و ساته له جهله خلک وختل قمر ته ځیر شه ښه رهبر پیدا کړه

علم داسی لوی نعمت دی که و چا ته په نصیب شی شپه او ورځ به یی اختر وی ته هم دا اختر پیدا کړه

د نیکانو سره ژوند تل رهبری د علم بویه که هوښیار یی ای پښتونه دغه خیال په سر پیدا کړه

د قاضی د خولی خبری مرغلری دی که پوه شی ورته زړه په سترگو گوره ځان ته دا بصر پیدا کړه