ملا دی وتړه پښتونه گران وطن ته د بزگر شه د میهن چوپړ ته ځوانه ځه ورتیر تر مال و سر شه

وطن ساز کړه لکه ناوی ورته کیږده شنه خالونه په بیا لویی ښه سینگار کړه بیا طالب یی د سره زر شه

گلان کښینوه باغچو کی بیا یی پنی ته چمتو شه چه وطن ترینه سمسور شی شاه زلمیه هله زر شه

ورته وتړه بندونه چه یی توری خاوری زر شی نیالگی کیږده پر بیالو کی منتظر یی د ثمر شه

دانی وکړه پټو کی که غنم وی که وریښی جواری وریجی وی که نور څه ته چمتو ورته د کر شه

وطن هیله کړی له تانه که ځان ځوی د وطن بولی چه څوک بد گوری و ده ته د هغه قاتل د سر شه

ورته جوړی ښی مانی کړه په هر گوټ کی ای زلمیه نیمگړتیا ته یی پری نږدی هر مرض ته یی ډاکټر شه

چه پلرو دی په سرو وینو وطن خلاص له اسارت کړ اوس ساتنه یی پر تا دی شام مدام ورته سپر شه

قاضی دا غواړی له تانه ای پښتون زوی د پښتونه که ارامه ژوندون غواړی فدایی د قام ټبر شه