تا چه ساتلی زړه کی د خدای کلام دی زما په هره گړی درته سلام دی
د خدای کلام ساتنه غواړی سپیڅلی زړونه دا د قرآن له مخی شوی پیغام دی
حافظه پوه شه زړه دی لکه ښیښه وینمه چه پاک قرآن نیولی په کی مقام دی
ښه یی ساته په مینه خبره واوره سپینه چه د مولی له خوا نه درته انعام دی
نن د کعبی په لوری حاجیانو وکړه مخه ټولو تړلی ځانته ښکلی احرام دی
د مدینی په سردار وایه درود په تکرار پر ما دی شوی داسی غیبی الهام دی
پری به دی نږدی قاضی چه څو دی نکړی راضی مینه اسانه ښکاری گران یی انجام دی