ولی د زړه کړه زما دړی وړی زه به د کړمه دنیا دړی وړی
ته چه له ما نه صبر غواړی گله گورم د صبر قلا دړی وړی
نن به د مینی متاع غواړی له ما شی به دا مینه سبا دړی وړی
نه به لیلا نه به مجنون پاتی شی دواړه به شی په فنا دړی وړی
د مینی جام می کړه را پورته په لاس شه می د مینی مینا دړی وړی
د قاضی خوله خندا ته نه جوړیږی زړگی ئی شه په ژړا دړی وړی