چه لیدلی می جمال دی د خوبانو جوړ می زړه کی قیل و قال دی د خوبانو
تیر و تل بی په ضمیر کی نه ځاییږی تیر ایستل امر محال دی د خوبانو
په خوبانو کی له سره وفا نشته ما نیولی دغه فال دی د خوبانو
د خوبانو په وعدو اعتبار مکړه دا کمال توره او ډال دی د خوبانو
چه وفا څوک له خوبانو ځنی غواړی دا پاگل ښکاری پامال دی د خوبانو
له خپل بخته دی مدام هغه راضی وی چه موندلی بی وصال دی د خوبانو
جفا خوی دی د خوبانو قاضی پوه شه بی لدینه څه کمال دی د خوبانو