که چا ولیده ادا د تورو سترگو شی به هله مبتلا د تورو سترگو
په عمرونو به ژړا ورڅخه هیر شی که اخته شی په خندا د تورو سترگو
غمزده مجنون می خود سر په میرو شه چه مین شه په لیلا د تورو سترگو
په ژړا می شولی توری سترگی سپینی چه را یاد شه تجلا د تورو سترگو
توری سترگی که په توره شپه دریاد شی شی ملنگ به هر سبا د تورو سترگو
زلیخا به ملامت له سره نکړی که چا وکړه تماشا د تورو سترگو
زه قاضی به ترینه ولی نه زاریږم چه را یاد کړم ناز ادا د تورو سترگو