راغی پسرلی بیا د گلانو نسیم خپور شو بیا نن د بلبلو په چمن کی شور ماشور شو
وگوره بورا ته چه د گلو په سر ناڅی ښه خوار غریب پتنگ دی چه په برخه ورته اور شو
زرکی که هوسی دی خرامان گرزی په غرو کی نن یره د سړو ورسره نشته دور نور شو
غره راغه ته گوره د گلونو چمنونه دی سره گلالی بریخی هره خوا د میلی زور شو
ووتل باغو ته سیل د پاره ناوی نجونه بیا کړی سبزه لغت چه د گلانو باغ سمسور شو
ونی دی که غنی واړه شنی جامی اغوستی دی وگوره بزگر ته چه یی بیل په اوږو سپور شو
هغه به میړه وی چه ځان ویښ له خوږه خوبه کا غم د خوبوړی په دی فصل کی په کور شو
نجونی هلکان ځی ښوونځیو ته په مینه ښه پاتی چه په کور شی قاضی جوړ ورته پیغور شو