لکه زه په تا شیدا یم بل به نه وي مفتون دسې ولې تیر وتې نیازمینې د رقیب په لمسون دسې

ما له ځانه سره کړې په رښتیا عهد و پیمان دئ یا به رسمه مطلب ته یا به مرم په کړون دسې

یا به ما ته په نصیب شي یا به مرمه ستا له غمه دربار سره مې کړې دا اقرار دئ پرون دسې

د هجران په سین لاهو یم لامبو زنه آشنا را شه ته مې ونیسه له لاسه بیلتون کړمه زبون دسې

لیونئ سر په صحرا شوم لیونی مینې له لاسه بل به نه وي په دنیا کې لکه زه یم مجنون دسې

فرهاد غر پسې سورئ کړ په فرمان د مینې گوره شیرینی ده ورته ایښې نن خپل سر په زنگون دسې

که قاضي پورته په دار شي لاس به وانخلي له تا نه زړه ډاډه اوسه محبوبې تا پرې کړې افسون دسې