له تا نه چه جلا یم ما ته خوب کله راځی اخته سر په سودا یم ما ته خوب کله راځی

پرون می اوریدلی له رقیبه سختی سپوری زړه خوړین له دی وینا یم ماته خوب کله راځی

(نا ترسی ولی اخلی د ویشتلو آزارونه) هر چا ته په ژړا یم ماته خوب کله راځی

مریض پروت په بستر یم هره خوا لاړی ځارمه طالب د مسیحا یم ما ته خوب کله راځی

د خدای له پاره یاره که پوښتنی له می راشی رنځور پروت بی دوا یم ما له خوب کله راځی

د پوهی له کبله خلک هڅه کړی قمر ته زه پاتی نن سبا یم ما ته خوب کله راځی

مجنون وایی عالمه ناقراره چه می گوری په طمع د لیلا یم ماته خوب کله راځی

فرهاد په دودی مینی د شیرینی کړم بیخوده په مینه کی رسوا یم ماته خوب کله راځی

روانه قافله شوه د لیلا که ورته ځیر شی زه پاتی په بیدیا یم ما ته خوب کله راځی

قاضی وایی وطن ده په میراث را پاتی شوی دده په اعتلا یم ماته خوب کله راځی