که راگیر شی څوک د زلفو په ځنځیر خلاص به نشی لدی بنده په تدبیر

د بنو غشی چه خوشی شی له ځایه خطا نه ځی سم لگیږی په نخچیر

د دی غشی زخم تل کار د ناسور کا په دارو و درمل ئی مکړه ځان زهیر

نه رغیږی په دارو د طبیبانو چه دا غشی د چا ښخ شی په ضمیر

تور او سپین په مینتوب کی پکار ندی که دانا شی ورته لږ شانته په ځیر

د مین په زړه کی فرق د ښه بد نشته خوب نیولی پروا نه کا د سریر

مجنون تل ورته په یوه سترگه گوری د لیلا په تن پلاس وی که حریر

باز د مینی په کوم سر چه کښیناسته کا خوند تری اخلی که بها وی که فقیر

د قاضی په خوله به هغه څوک باور کا چه په زړه ئی لگیدلی وی دا تیر