چه د کړیدی پر ما باندی نظر ځکه جگ می په همزولو کی شه سر

چه غلیم ته دی میدان کی ماتی ورکړ زه به درکړمه مقام پاس په تیر

د مور پی دی په هغه زلمی حلال وی چه غلیم ته شام مدام نیسی سنگر

لافی نه وهم له سره رښتیا وایم د وطن ساتنه غواړی لوی ځیگر

که څوک تا سره میدان کی مخامخ شی تر قیامته به یی پورته نشی سر

خوشحال خان او ایمل خان به ورنه هیر شی که چا وخوړ کوم گذار ستا د خنجر

قاضی وایی مخامخ په سنگر درومه پروا مه لره د لوږی یا د ژور