په هنداره می د زړه گرد و غبار دی چه جانان می د سفر تړلی بار دی

که هر څو زړه صبروم کله صبریږی رود د اوښکو می جوړ شوی په رخسار دی

خدایه بیا می اشنا راولی له خیره دواړه سترگی می دده په انتظار دی

چه را یادی کړم خوږی خوږی خبری خوب له مانه تښتیدلی تر سهار دی

هیڅ علاج می د طبیب په دوا نشی له زړگی نه می راتاو د مینی مار دی

پاړوگر که د جهان رانه چاپیر شی سود می نشی زړه می سوی په انگار دی

له دنیا او مافیها نه لاس په سر یم چه لیدلی می د یار ډول و سینگار دی

دده مینه کی می ډار نشته له داره که می سر بیا د منصور غوندی په دار دی

رښتیانی مینه که چاته په نصیب شی د خلیل په شانی نار ورته گلزار دی

که له حاله می خبر شی دی به ستون شی د قاضی په اشنا دومره اعتبار دی