ذره نه وی چه حیا د چا په مخ کی شی اخته دی په بلا سبا په مخ کی
چه نه شرم او نه حیا لری په سترگو شی ړندی د هغه سترگی بیا په مخ کی
کوم چه نه لری حیا سړی به نه وی مخامخ دی نه شی دی د چا په مخ کی
چه نه حق او حقدار پیژنی له سره شی رسوا دی هغه بیا زما په مخ کی
چه د پلار او مور عزت ورسره نه وی ئی به خوار که وی بډا د چا په مخ کی
دغه شان اولاد دی خدای جاهل وزړنکړی تورو خاورو کی دی سخ شی لا په مخ کی
قاضی وایی چه یی خوی د سړی نه وی پیدا مه شه داسی زوی دنیا په مخ کی