ما له بخته دی خوړلی گذارونه تل یی ما پسی ایستلی دی فوځونه

په یوه گړی خوشحال په بل نامراد یم غم ښادی راته پیښ کړی کړاوونه

خدای خبر دی چه به تاته په نصیب شم ما ته ولی خوشی نیسی گذرونه

ته زما له نن پرون نه څله پوښتی بیلتانه دی په ما کړی یرغلونه

که خالق می ستا دیدن بیا په نصیب کړی بیا به وایم نن می ښه دی له پرونه

په لیمو به ستا د ور خاوری جارو کړم که مرگی را باندی ونکړه ځغاستونه

په بستر کی می آرام له سره نشی چه را یاد شی ستا د مخ شنکی خالونه

واویلا د قاضی څله په هوا ځی چا یی ایښی په زخمی زړگی داغونه