چوغکی والوتی باغو ته د نازه ډکه اشنا سیل ته نه راځینه

ناز می کاوه نیاز می مل شو د نازولو برخه خواره وی مینه

د نازه ډک له خندا راغله د خوشالی نه هک او پک ودریدمه

نازمینه زه نازمین می یار دی رقیبه ستا دا چغلی می ژړوینه

ته چه له نازه ستمگر شوی راشه زما په وینو سره که سپین لاسونه

خوله می خندا ته نه جوړیږی نن می نیازمین راته په قار کتلی دینه

په نازولی جانان سر شوم د بنو غشی یی په زړه ویشتلی یمه

چه د نازو دی نازوردار یم په زخمی زړه می ولی نږدی ملهمونه

جانان چه ماته په ناز گوری زړگی می وایی مرور پخلا کوینه

که ته له نازه را کږه شی قاضی به ولی درته نکړی سلامونه