چه مین په خپل وطن شی ترینه پورته میړه نشته

یا طالب د علم و فن شی ترینه پورته میړه نشته

که حامی د خپل میهن شی یا مالیار د خپل گلشن شی

نومیالی به د زمن شی ترینه پورته میړه نشته

چه شهید په خپل وطن شی بیا ئی خپل کالی کفن شی

خود به یاد په انجمن شی ترینه پورته میړه نشته

لاس نیوی چه د غریب کا پری راضی به خپل حبیب کا

حق جنت به ور نصیب کا ترینه پورته میړه نشته

ای پښتونه ځیگروره ای زما د زړگی سره

چه ځان ژغوری له ضرره ترینه پورته میړه نشته

وطن تل ساتی په توره په دښمن کاندی مور بوره

زیات ئی بوله له منصوره ترینه پورته میړه نشته

اسارت بده بلا ده نه له اوسه له پخوا ده

چه کړی شلولی چا ده ترینه پورته میړه نشته