ای وطنه د زړه سره خدای د ساته له نظره
زما واوره دا خبره زه رښتیا په تا مین یم
که خبر می شی له حاله زه به ډیر شمه خوشحاله
ای زما د زړگی لاله زه رښتیا په تا مین یم
ته زما د سترگو توری ئی ته زما د مټو زوری ئی
ته زما د نیکه کور ئی زه رښتیا په تا مین یم
ته زما ښکلی لیلا ئی له هر څه راته زیبا ئی
زه د تا یم ته زما ئی زه رښتیا په تا مین یم
ای زما ښکلی وطنه ای زما ښایسته گلشنه
ای زما اصلی مدفنه زه رښتیا په تا مین یم
د مجنون غوندی شیدا یم ځکه تل سر په صحرا یم
په طلب د خپل لیلا یم زه رښتیا په تا مین یم
تل قاضی سر په سودا دی ستا په مینه کی رسوا دی
ټول عالم په دی گواه دی زه رښتیا په تا مین یم