ستا له غمه زه بیغمه اشنا نه یم هیڅ په فکر کی د نن او سبا نه یم

نه له ځانه یم خبر نه له جهانه پروا گیره د کاله او بیدیا نه یم

د مجنون په دود که شوم سر په صحرا زه بیا خبر په قافله د لیلا نه یم

هیڅ ارام می په بستر نشی له سره ستا په مینه کی فنا یم بقا نه یم

نه می چا سره صحبت او مرکه شته خلاصه خوله لکه غنچه په خندا نه یم

چه د مینی لوم زه یم کړم کړی رغیدلی د طبیب په دوا نه یم

که می سل ځله سر پری شی له بدنه زه د تا سره په چل او دغا نه یم

که قاضی ته ته مسکی له خندا نشی له عالمه مرور یم پخلا نه یم