د وطن خوږه نسیمه زه په تا یمه شیدا ته را والوزه دی خوا ته لږ گذر وکړه په ما
د وطن له کانو بوټو زه به ولی نه جاریږم زه ددی د مخ مجنون یم دا می ده خوږه لیلا
نه یوازی په ما گران یی ټول عالم په تا مین دی راته ښکاری د زړه سره در سره وی میرگیا
سم او غرته دی چه گورم پری د پاسه شنه فرشونه غوړیدلی ښه ښکاریږی ځکه خوښ یی د هرچا
خدای دی ساته له نظره ای زما د زړگی سره څوک چه بد گوری و تاته تل به وړوی د خندا
چه موسم د پسرلی شی ستا په دښت او په دمن کی د گلانو جم و جوش وی ورته ناڅی تور بوزا
قاضی وایی ای خاونده ته یی ساته له گزنده لوی واړه ورسره مل دی شام مدام پری دی دعا