ماوی چه گوندی ماسره پخلا به شی اشنا بیگامی له ربابه په غوږ واورید دا و دا

په محض اوریدو سره غمونه را چاپیر شول غمجن پروت په بستر شوم خوب می نه وو تر سبا

ددی په بیرحمی شوی په ژړا می سترگی سپینی خبر نه یم له حاله وایه څه پیښیږی بیا

دی وی د زړه قطری به دپه اوربلندی جلبل کړم ما وی ولی نا ترسی کړی ظلمونه دا پرما

دی وی د ستا له ضده به له کوره بهر نشم ما وی وایه ظالمی کوم گنا کوم می خطا

دی وی د تورو سترگو په غمزو به دشهید کړم ماوی زر راته وایه دا به نن وی که سبا

ماوی کجکول په لاس درته ولاړ یمه په دړکی خیرات کی واوره گله تش دیدن غواړم له تا

دی وی قاضی ارام شه که رښتیا پرما مین یی سبا گدر له راشه خوله به درکړم په رښتیا