راغلی کله وایه له گلزاره بیا ودی سومه زه له دی سینگاره بیا
ته د گلاب گل یی غوړیدلی ښه گورم دی د سترگو له کناره بیا
مات دی په ریښتیا هغه لاسونه شی تاو چه ستا له غاړی نشی یاره بیا
تور دی په کجلو دواړه سترگی کړی تور دی په تهمت کړمه دلداره بیا
سری دی کړی په پانو ځله شونډی خپل و دی سوم بی اوره بی انگاره بیا
جوړ به د رباب درنه تارونه کړم ای د پیغلتوب د زلفو تاره بیا
تل دی په هر ځای قاضی صفت کوی غواړی دی وصلت له کردگاره بیا