تا چه مخ راځنی پټ کړه په نقاب خدایگو یاره تا بی اوره کړم کباب

زه د پریښودم یواځی رانه لاړی ستا په تلو می د زړه خونه شه خراب

زه مدام ستا په ثنا صفت اخته یم که ولاړ یم او که ناست یم که په خواب

وایه ولی مروره شوی له ما نه زه دی کړم په خپلو وینو کی غرقاب

د جهان غمونه ټول رانه چاپیر شول زه به یی څه درته وکاږم په حساب

بیگناه چه می رټی رقیب په مخ کی د محشر په ورځ به څه لری جواب

زه د ستا په سر قسم له سره نخوړم ته شړی می له خپل دره په عتاب

وږی نه یم چه له ولگی به ژړا کړم مستسقی کله رغیږی په سراب

بی له تا می بله نشته اسره نوره خوښه ستا چه غواړی ماکه کړی جواب

ای مطربه لوی واړه درته ولاړ دی شه په خود غوږونه تاو کړه د رباب

کوم مقام چه غږوی ته په رباب کی خوند تری اخلی که فقیر وی که نواب

خدای دپاره ته هغه مقام شروع کړه چه رحمان بابا وی کښلی په کتاب

قاضی وایی بی له سازه نه رغیږم د مطرب په ساز به مست شی شیخ و شاب