نه به زه یم نه به تی یی نه به پاتی دا دنیا وی هغه وکړه ای پښتونه چه توښه د د عقبا وی
ښه به دا وی ای زلمیه چه له تا څوک خپه نشی پس له مرگه به دی ستایی که امی وی که ملا وی
چه په لاس کی دی قدرت دی ظلم مکړه پر مظلومو د ظالم لاسونه پری کړه چه مظلوم تری په هوسا وی
د یتیم اوښکی کړه پاکی چه خاوند له تا رضا شی یتیمان تل ما و تا ته د تسل په تمنا وی
که یوه گولی په خوله کی د یتیم په خندا ورکړی د جنت حوری به تا ته صف بسته د مرحبا وی
دا چه خدای درته درکړی کوم توان دی ای پښتونه ته یی صرف په هسی شان کړه چه مولا درنه رضا وی
که یوه روپی دنیا کی کوم غریب ته په لاس ورکړی یو په لسه به یی اجر ستا په برخه په دنیا وی
یو په سله به عقبی کی درکوی خالق اجرونه قاضی کړی دا وینا دی له کتاب غوږ پری ستا وی