ودی سوم بی اوره مخ راواړوه ای د سترگو توره مخ راواړوه
تور دی په تهمت شومه د زړه سره گرزمه سر توره مخ راواړوه
تور که په تهمت شومه پروا نشته ته می شه غمخوره مخ راواړوه
ژوند می بی له تا نه ابته وینم تاب می نشته نوره مخ راواړوه
بی له تا می نشته دی اسره نوره ای د زړگی زوره مخ راواړوه
تل لکه هنداره می په سترگو ئی ټوکی پریده گوره مخ راواړوه
خلاص کړه قاضی زړه له اضطرابه ته سوزی له پیغوره مخ راواړوه