خدایه وښیه پښتون ته ورځ په ورځ د افتخار مخ ترینه لری په کرم کړه سات په سات د افتقار مخ
ورته زړه کی حس پیدا کړه چه ځان وژغوری بلانه په دنیا عقبی یی ښاد کړه چه تری ورک شی د ادبار مخ
څوک پراته دی جیلخانو کی گرزوی د زور میچنی ځنی سرو لمبو کی سوزی ورته کړی استعمار مخ
نه به زه یم نه به ته یی نه به پاتی دا دنیا شی ښه به داوی د زړه سره چه شی حق ته د حقدار مخ
چه تیری کا په بیوزلو او حقدار نه پیژنی څوک خدایه وښیه هغه ته شام مدام د انکسار مخ
د قاضی تل وصیت دی راشه وروره ځان چمتو کړه زر شه وښیه غاصب ته ای پښتونه د گذار مخ
مه یی خوار مه یی دیدار شه ورک یی ډول او سینگار شه قاضی وایی د زړه سره چه ونه وینی د خوار مخ