نه جنت غواړم لتا نه نه دوزخ ستا رضا پسی نری شوم لکه نخ
وینی پاتی په وجود کی راته نشوه ریاضت بی وینی کړم لکه ملخ
په کوتک به ستا له دره بهر نشم که هر څو راکوی ماته پړک پر مخ
د رضا اوبه دی پاس په تندی وړمه گوندی وی چه سوی زړه می شی پریخ
چه د ژمی په شپه څوک مړ په بیدیا شی خو د جسد به یی سبا پاتی شی شخ
که د ستا په طلب زه دغسی مړ شم څوک به وانوری زما له خولی نه اخ
په کوم شی کی چه د تا رضا مزمر وی قاضی هغه له تا غواړی تر الخ