ستا په خوږو او په ترخو می قسم ستا په خوږو خوږو نغمو می قسم

ستا په دا سرو سرو انگو می قسم ستا په حیا او شرمیدو می قسم

ستا په مسکی خندا قسم وی زما د کږو وروځو په لیندو می قسم

ته چه له نازه راکږه شی ما ته شمه تازه ستا په نخرو می قسم

څو چه ژوندی یم وابه نه وړم له تا ستا په دی پټو اشارو می قسم

که ستا په خوښه قاضی جگ شی په دار وایی څه غم ستا په وعدو می قسم