ته چه د سترگو په کنج ما ته نظر کړی خاوند دی خیر را پیښ کړی ما به نظر کړی
ما دی په تورو سترگو دا زړگی بایلود چه له کړکیه ځنی سر را بهر کړی
غلیم دی کړی کمین لاری دی څاری که ته په دی خبره زما باور کړی
دغسی پیښی مدام د زمانی دی ښه به وی دا زړگیه سینه سپر کړی
گناه به بل کوی تل ته مرور یی له ما مخ دی له مانه ولی پټ په څادر کړی
وعده دی وکړه بیگا وفا دی نکړه سبا وایه مجنونی له چا دومره حذر کړی
قاضی خواخوږی بوله کلام یی کړه قبوله لمن به ډکه ترینه در و گوهر کړی