منی تیر شو بیا د ژمی نوبت راغی په بیوزلو له یخنی نه هیبت راغی

کوم هغه چه په کاله کی ئی خس نشته پر هغه له دغی ژمی دهشت راغی

خوارنه وره لری په کور کی نه ئی اور شته په وړو ئی د سړو مصیبت راغی

چه له یخه ئی بربنډ واړه رپیږی خود هغه ته دغه ورځ د قیامت راغی

اوس په تا ده ای بډایه که پوهیږی لاس نیوی کی د بیوزلو آیت راغی

په نامه د خدای که څه لوریدل غواړی صرفه مکړه چه په خوارو ذلت راغی

خدای چه تا سره احسان کړی بډایه له قرآنه دا په تا وصیت راغی

ته هم وکړه د نادارو ډاډ گیرنه چه په دی کی تا ته پټ برکت راغی

قاضی تل د خدای کلام اوروی تا ته ته ئی واوره چه دا ډک له حکمت راغی