یاره بیا دی پخسولی یم په څه له خپل دره دی شړلی یم په څه
کوم گناه دی چه غماز په ما تړلی تا د ده په مخ رټلی یم په څه
ما د مخ ته په ځیر ځیر کتلی ندی تا په دی گناه نیولی یم په څه
چه د توری غبرگی سترگی په رنجو کړی په سکروټو دی سیزلی یم په څه
چه له سره دی وفا ختی کی نشته په وعدو دی غولولی یم په څه
توری سترگی توری وروځی توری څنی تا په دی لومو تړلی یم په څه
نه می خوب نه می خندا نه می ارام شته تا د زړه په سر ویشتلی یم په څه
د رقیب سره خندان خوشحاله گرزی زه قاضی د نولولی یم په څه