نا آرام زړگی که خدای زما آرام کړی نو په غوږ به راته غږ د دلارام کړی
گرد غمونه به یو ځل له ما شی لری که دغه آرزو می رب راته انجام کړی
د فرهاد په څیر به غر ورته سوری کړم که شیرینه سر اوچت په سر د بام کړی
د رقیب په سر به خاوری ایری توی کړم که آشنا زما له لاسه پورته جام کړی
وبه وپاړی که غوټی ورته مسکی شی قاضی جار به ترینه دواړه ننگ او نام کړی