که چا وشلاوه کړی د اسارت خدای به ده ته په نصیب کا امارت

امارت به خدای هغه سړی ته ورکا چه شی پوهی ته چمتو په صغارت

کومه زده کړه چه یی کړی په وړکانه کی تری به واخلی گټی زیات په کبارت

له تحصیله جگ کمال په دنیا نشته نا پوهی کی مدام زغړی جهالت

ځان چمتو کړه په تحصیل د علم ځویه بیا کوه د نورو خلکو امامت

که شوی پاتی له تحصیله خوار و زار یی تیروی به پاتی ژوند په ندامت

قاضی وایی مرغلری به راټول کا که خدای علم چاته کاندی کرامت