یاره تا سره می دا عهد و پیمان دی چه هستی نیستی می ټول تر تا قربان دی
چه په خلکو کی دی ما ته نظر وکړ یاره تا را سره کړی لوی احسان دی
چه له وړایه ته مسکی شی له خندا نه خوب خندا په ما حرام له هغه آن دی
ستا په مینه کی می سر او مال دو کړی که زما په دی خبره دی ایقان دی
که شکمن یی ته زما په دی اقرار کی خدایږو تا لره په دی کی لوی تاوان دی
یو به زه شمه خواشینی ستا له خوا نه بل به تا ته خلک وایی چه نادان دی
لږ څه فکر یاره تا لره نن ښایی چه په کومه کی دی گټه کوم کی زیان دی
کوم چه تا سره نن لافی د یاری کا د تنگسی په وخت له تانه گریزان دی
خو یوازی زه قاضی به دی پری نږدم ما له ځانه سره کړی دا پیمان دی