زړه می ماشوم دی راته ژاړی له ما نه ستا خبری غواړی وبه چوینه

زما دی زړه توټی توټی کړ هره توټه ناری وهی چه پری دی کړمه

ته رانه لاړی سیلانی شوی ما ته دی پریښود جهان واړه غمونه

غم ته پیدا غم کی به پایم په غم به مړم غم به د ځانه سره وړمه

ته رانه لاړی زه د پریښودم نامړه تا را سره څه ویلی وونه

دواړه په یوټال کی سپاره وو ته رانه لاړی زه یواځی زنگیدمه

زه دی یوازی پریښودم غم ته ته رانه لاړی د جنت کوی سیلونه

په کوم ساعت چه را په یاد شی سر په زنگون نږدم اوښکی لاندی تویومه

زړگی می چوی نه پاتی کیږی د جانان غم می په زړگی څپی وهینه

ته د جنت په باغ کی گرزه (زه چه قدم په قدم ږدم تا یادومه)

قاضی هستی دی ټول برباد شول د زړه په خونه دی نن اور ولږیدنه

(زړه صبر وم کله صبریږی) (سترگو لیدلی بشره کله هیروینه)

د زړه په سر دی غشی راکړ ته رانه لاړی زه نیم ځانه پاتی شومه

له مانه ولی مرور شوی سبا بیگا در پسی اوښکی تویومه

زما د اوښکو کمی نشته که طوفانی شی عالمونه غرقوینه

ژوند بی له تا نه مزه نه کا خالق دی ما در سره زړملگری کړینه

زړه دی زما په اور ستی کړه که د ایمانه سره درشم ښه به وینه

سر له درانه خوبه اوچت کړه د قاضی زړه دی په سکروټو سیزنه

سر دی اوچت کړه ورته ځیر شه قاضی ډوډی د خپلو اوښکو سره خورینه