وطنه ستا په سر درو می قسم ستا په دی دنگو دنگو غرو می قسم
ستا په صحرا او په بیدیا وطنه ستا د گلانو په وږمو می قسم
ستا په دی پاکه او سپیڅلی هوا ستا په دی ښو ښو نعمتو می قسم
ستا په دښتونو ورشوگانو باندی ستا په ویجاړو او میرو می قسم
تا به ساتمه له اغیاره ځنی ستا په سړو او په تودو می قسم
وطنه ته په رښتیا مور یی زمونږ ستا په میوو او په دانو می قسم
جوړ به دی مونږ کړو لکه ناوی په شان وایی قاضی ستا په شودو می قسم