تل په یوه پښه دریږم لکه شمع سر تر پایه ویلی کیږم لکه شمع

غږ می نشته دود می خیژی تر آسمانه په څلور خواوی رپیږم لکه شمع

پروانه به ولی ځان تر ما جار نکړی تر سهاره چه ځلیږم لکه شمع

خپل خپلوان می راته لاس په دعا ناست دی سات په ساتی زه نریږم لکه شمع

په دوا درمل له سره نه رغیږم ای طبیبه زه زبیږم لکه شمع

د سرو شونډو په شربت به می تسل شی گوندی زه مدام کړیږم لکه شمع

زه قاضی به دی له سره خوشی نکړم پر محفل به دی بلیږم لکه شمع