دا پړک دی د بجلیو که د چا د مخ رڼا ده راوښیه زړگیه دا بریښنا له کمی خوا ده
د هجر په ترگمی کی می لودن وو غلط کړی بریښنا دی دغا ښو شوه توره شپه په ما سبا ده
گوښه په لاری تلمه بی پروا وم له هرچا نه د مینی سیخ می ښخ شو په ځیگر کی واویلا ده
د فکر په دریاب کی وم لاهو ساحل نه لری نا څاپه می تر غوږ شو چه په زړه ویشتلی ما ده
که هر څه لر و بر می نظر وکړ هری خواته څوک رانغی نظر کی ما وی کمه ابتلا ده
چه ښه ورته په ځیر شوم اشنا ته راته ښکاره شوی ډاډه شومه په زړه کی ښه ده ښه ده ستا له خوا ده
ما ووی ستمگری معشوقی په جهان ډیری دی خو سخ د هغو چا ده چه بایللی زړه په تا ده
مدام وائی و ماته په وژلو خو دی وژنم قاضی وائی ناترسی ستا رضا زما رضا ده